د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ پاکستان ته په سفر کې د دغه هیواد له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باحوه او نورو چارواکو سره د افغان سولې په روان بهیر خبرې کړې دي.
د پاکستاني پوځ ویاند افتخار بابر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر افغان سوله، سیمهییز امنیت، او نورو اړوندو مسایلو باندې بحثونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الاافغاني مذاکرات له اوږده ځنډه وروسته د تېرې جمعې په ورځ د سپټمبر په ۱۲مه نېته د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)