دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 218902
ولسمشرغني له جوزپ بوریل سره خبرې کړې
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته د اروپایي ټولنې د بهرنيو اړیکو له مشر جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشرغني  له سولې پروسې، د جمهوریت ازښتونو، او سرتاسري اوربند څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ له اصولي دریځ مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، جوزپ وویل، په نېږدې وخت کې به طالبانو ته هم دا پیغام ورسوي چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې راتلونکې مرستې د جمهوریت له ارزښتونو سره تړلې دي.
خبرپاڼه لیکي، جوزپ زیاته کړه، په پام کې لري له جمهوریت سره د پیوستون اعلانولو او د افغانستان د ملاتړ په موخه په یو مناسب فرصت کې دې هیواد ته سفر وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv6nii23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته