په دوحه کې د تماس لس کسيزې ډلې چې پنځه کسان د افغان حکومت او پنځه کسان د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي پکې راټول دي، دوې ورځې پرله پسې ناستې وکړې تر څو د مخامخ خبرو لپاره اجنډا جوړه کړي.
تر دې مهاله څرګنده نه ده چې په نننۍ ناسته کې به لومړی پر کومو موضوعاتو بحث کېږي خو يو شمېر سرچينې وايي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هڅه کوي، لومړی پر اوربند بحث وشي او دواړه لوري پرې موافقه وکړي.
د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو تر منځ د مخامخ بينالافغاني خبرو د پرانيستې غونډه د شنبه په ورځ ترسره شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)