کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو ملکي استازی: د طالبانو زیات شوی تاوتریخوالی د منلو نه‌دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1399 ساعت 10:49

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، په وروستیو ورځو کې د طالبانو زیات شوی تاوتریخوالی د منلو وړ نه‌دی.



سټېفانو پونتې کورفو د دوشنبې په ورځ (د وږې په ۲۴مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره‌یې ولیدل او ورته‌یې وویل چې طالبان باید خپل تاوتریخوالی کم کړي او له سیاسي لارې د بحران د حل په اړه دې خپله ژمنه پوره کړي.
ده په خپل ټويټ کې همداراز ټينګار کړی چې اړتیا ده ټول د جمهوریت تر نوم لاندې د سولې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې یو موټی شي.
د ناټو ملکي استازي همداراز ویلي چې د یووالي نشتوالی طالبان پياوړي کوي.
ده پر عزتمنه سوله ټينګار وکړ چې د افغانانو د ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.
 


د مطلب کود: 218913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218913/د-ناټو-ملکي-استازی-طالبانو-زیات-شوی-تاوتریخوالی-منلو-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com