دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 218923
طالبانو د بره‌کي برک ولسوال پر کور برید کړی
طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ د ولسوال پر کور برید کړی او د هغه یو ورور او یو ساتونکی یې وژلي دي.

د بره‌کي برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه ناوخته د نوموړي په کور برید کړی چې په پایله کې یې یو ورور او ساتونکی وژل شوي او یو ورور یې ټپي شوی.
د بره‌کي برک د ولسوال کور د لوګر ولایت د محمداغه ولسوالۍ د ګمران په سمیه کې موقعیت لري.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauanue49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته