دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 218936
پولیسو د قتل او غلا په تور ۹ کسان نیولي
پولیسو د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې نهه کسان د قتل او غلاوو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز، هلمند او پکتیکا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوندو سیمو کې دڅو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه کسان د قتل، وژنې، او غلاوو په تور نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې غیري مسئوله وسله‌وال زیات شوي او هره ورځ د هیواد له ډېریو سیمو د نا امنیو خبرونه راځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexv8wpjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته