د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز، هلمند او پکتیکا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوندو سیمو کې دڅو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه کسان د قتل، وژنې، او غلاوو په تور نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې غیري مسئوله وسلهوال زیات شوي او هره ورځ د هیواد له ډېریو سیمو د نا امنیو خبرونه راځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)