روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پر کرونا اخته یو کس مړ شوی او ۲۵ نور بیا بېرته رغېدلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په هیواد کې یو زر او ۴۲۶ کسان له کرونا ناروغي مړه شوي او ۳۲ زره او ۹۸ بیا بېرته رغېدلي دي.
په دې سره په هیواد کې په کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۱۵ ته رسېدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)