دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 218967
سویس د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه‌توب کوي
ټاکل شوې چې د سویس ژینف ښار د نومبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه وي.
دغه کنفرانس چې د نومبر په ۲۳ او ۲۴ جوړېږي، هدف‌یې له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو نوي کول، د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې پر پرمختیایي هدفونو توافق او په مالي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ یاد شوی دی.
تمه ده چې په دې نړیوال کنفرانس کې به د څه باندې ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
د افغانستان د دولت او مدني ټولنې استازي به هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqvaryt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته