پرون د مس عينک اتلانو په دويم کواليفاير کې د بندامير ښاماراتو ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده.
په شپږيزه ليګ کې شپږ لوبډلې، د مس عينک اتلان، د بندامير ښاماران، د کابل بازان، د امو نهنګان، د سپين غر زمريان او د بست ساتونکي لوبېږي.
سږني فصل کې څلور لوبډلو مس عينک اتلانو، د بندامير ښامارانو، د بست ساتونکو او د کابل بازانو دويم پړاو ته لاره ومونده او د سپين غر زمريان او د امو نهنګان له دويمه پړاوه پاتې شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)