دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 218980
ایران له بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ څرګند کړ
ایراني حکومت د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو ملاتړ څرګند کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې ټلیفوني مکالمه کې د سولې په خبرو کې د یو دایمي اوربند په رامنځته کېدو، په افغان سوله کې د سیمې او نړۍ د اجماع پر اهمیت، او په دې پروسه کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو د رول په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیست‌غونډه کې د ایران په استازیتوب چا برخه نه وه اخیستې او لامل یې هم له امریکا سره د دغه هیواد اختلافات ښودل شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjj0xzyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته