کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال به د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ ټنو ته ورسیږي ـ کرنې وزارت

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سنبله 1399 ساعت 11:23

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال به د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ ټنو ته ورسیږي.


کرنې وزارت نن چهارشنبه سپټمبر۱۶(وږې۲۶) ویلي چې په یاد ولایت کې پر۸۵۷۲ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي.
یاد وزرات ویلي چې د فراه د مرکز په ګډون په بالابلوک،پشت رود، خاک سفید او انار دره ولسوالۍ کې د انارو باغونه شته.
د کرنې وزارت په اعلامیه ویل شوي:"په فراه کې د انارو حاصلاتو راټولولو وخت تازه پيل شوی دی،وړاندوینه کیږي چې د سږ کال حاصلات به ۱۵۰مټریکه ټنو ته ورسیږي."
د فراه ترڅنګ د افغانستان په کندهار، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې هم انار شته خو د کندهار انار په نړیواله کچه شهرت لري.
کرنې وزارت روانه میاشت وویل چې د کندهار ولایت انارو حاصلاتو کې هم نسبت تیر کال ته لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.چې په وینا یې روان کال به ترې ۱۹۰ زره ټنه حاصل ترلاسه شي.
په داسې حال کې کرنې وزارت په فراه کې د انارو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي، خو کروندګر او باغ لرونکي د خپلو حاصلاتو لپاره د نړیوال بازار او مارکېټ پیدا کولو غوښتنه کوي.
د افغانستان ډېرې وچې او لمدې مېوې په نړیواله کچه مینه وال لري، خو نړېوالو ته د رسېدو لپاره د صادراتو او مارکېټ پیدا کولو دغه صنعت تل د ستونزو سره مخ و.
که څه هم د هوايي دهلیزونو له لارې له څو کلونو راهیسې د افغانستان صادرات ترسره کیږي خو دغه ډول صادرات د ګرانښت له امله لږ دي او نشي کولی د افغانستان ټولې مېوې د امریکا او اروپا بازارونو ته ورسوي.


د مطلب کود: 218984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218984/سږ-کال-د-فراه-انارو-حاصلات-۱۵۰-ټنو-ته-ورسیږي-کرنې-وزارت

آوا
  https://www.avapress.com