کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بحرین، اماراتو او اسرائیل ترمنځ موافقه؛ فلسطینیانو پر اسرائیل راکټ توغولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سنبله 1399 ساعت 13:35

۱۶ساعته وروسته له دې چې په غزه کې مېشتو فلسطیني وسله والو د اسرائیل پر یوه ساحلي ښار راکټ وویشت او دوه تنه یې ژوبل کړل، د اسرائیل الوتکې نن په غزې تړانګه کې ځینې هدفونه وویشتل.


اسرائیلو دا ځوابي برید په واشنګټن کې له متحده عربي اماراتو او بحرین سره د اسرائیل د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو د موافقو د لاسلیک په سهار وکړ.
د رویټرر خبري اژانس د راپور له مخې، شاهدان وايي، اسرائیلي الوتکې د حماس سختدریځې ډلې، چې غزه یې په کنټرول کې ده، د روزنې د یوې اډې په شمول هدفونه په نښه کړل.
تراوسه پورې د دې هوايي برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
څو ساعته وړاندې په واشنګټن کې د درو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو لپاره د موافقې د لاسلیک د مراسمو په مهال په غزه کې فلسطیني وسله والو د اسرائیل اشدود ښار ته توغندی وویشت چې له کبله یې دوه تنه ټپیان شول.

 
د اسرائیل پوځ تراوسه پورې د ځوابي یا غچ اخیستونکي اقدام په اړه څه نه دي ویلي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطین امنیتي سرچینو حمله تائید کړې ده.
د فلسطینیانو په نظر، چې هڅه کوي د غزې په لوېدیځه غاړه کې خپلواک دولت ولري، په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل، امارات او بحرین ترمنځ پرونۍ لاسلیک شوې موافقې د دوی له ارمان سره خیانت دی.
په موافقو کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د څو لسیزو لانجې په پام کې نه دي نیول شوي.
فلسطینیانو له اسرائیل سره د عربي هېوادونو د اړیکو عادي کېدا رد کړې او هغه تر هغو چې فلسطین د دولت په توګه نه وي منل شوی، پر شا د خنجر ګوزار بولي.
 
فلسطیني مشر محمود عباس د واشنګټن له پرونۍ موافقو وروسته په یوه بیان کې وویل: "په سیمه کې به تر هغو سوله او ثبات را نه شي چې اسرائیل غضب پای ته نه وي رسولی."
په دغو تړونونو کې د اسرائیل هغه ژمنه شامله ده چې له خپلې خاورې سره ‌یې د لوېدیځې غاړې د ځینو برخو د یوځای کولو د ځنډولو لپاره کړې ده.
دا هغه سیمې دي چې فلسطیینان‌ یې د خپل راتلونکي احتمالي دولت د خاورې برخه بولي.


د مطلب کود: 218997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218997/د-بحرین-اماراتو-او-اسرائیل-ترمنځ-موافقه-فلسطینیانو-پر-راکټ-توغولی

آوا
  https://www.avapress.com