دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۰۴
د مطلب کود : 219015
هېواد کې د کرونا ویروس؛ تېره شپه ورځ کې ۱۰ تنه مړه شوي
هېواد کې د کرونا ویروس له کبله تېره شپه ورځ کې ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(چهارشنبې د وږي په ۲۶مه) یې له رسنیو سره شریک کړی، ښیې چې یاده موړه کې ۴۰ د کرونا ویروس مثبت پېښې هم ثبت شوې دي.
د مالوماتو له مخې تازه پېښې د ۱۶۱ مشکوکو نښو پایله ده.
هېواد کې اوس مهال ۴۹۱۶ د کرونا ویروس فعالې پېښې شته.
د یادونې ده چې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس ۳۸زره او ۸۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۳۲ زره زره او ۵۰۳ یې روغ شوي دي.
تازه پېښې ۲ کابل، ۱۲ هرات، ۱ کندهار، ۱۱ بلخ، ۱۰ دایکندي، ۱ بدخشان او درې هم په میدان وردګو ولایت کې ثبت شوې دي.
https://avapress.com/vdcdfn0xkyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته