د کندهار امنیه قومندان تادين خان له خامهپرس خبري اژانس سره خبرو کې دغه پېښه تاييد کړه او ټينګار يې وکړ چې په دې تړاو د پوليسو څېړنې روانې دي.
نوموړي وويل، تر دې مهاله د دې نجلۍ هويت نه دی تثبيت شوی او جسد يې روغتون ته لېږدول شوی دی.
انځورونه ښيي چې دغه نجلۍ په بې رحمانه ډول وژل شوې او د چاقو په وسيله يې د مخ پوستکی ترې اړول شوی دی.
د يادولو ده چې کندهار ولايت کې په وروستيو کې دغه ډول پېښې زياتې شوې او د خلکو جدي اندېښنې يې راپورته کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)