خوښ ديک ۰

د کابل پولیسو درې تنه وسله‌وال نیولي

د کابل پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې اړوند باغ داود سیمه کې درې کسان له وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د کابل پولیسو درې تنه وسله‌وال نیولي
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د امنیه قومندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو د کابل ښار پنځمې  ناحیې اړوند باغ داود سیمه کې د یو لړ شپنیو عملیاتو په ترڅ کې درې وسله‌والو نیولي دي.
د غه وزارت وایي، له یادو کسانو ۱ کړۍ ماین، ۱ عراده موټر، څه اندازه چاودېدنکي توکي او همدارنګه ۱ میل کلاشینکوف وسله ترلاسه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې دکابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې غیري مسئول وسله‌والو لیدل شوي او د دغه سیمو د اوسېدونکو اندېښنې یې را پورته کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود: 219043 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *