د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د امنیه قومندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند باغ داود سیمه کې د یو لړ شپنیو عملیاتو په ترڅ کې درې وسلهوالو نیولي دي.
د غه وزارت وایي، له یادو کسانو ۱ کړۍ ماین، ۱ عراده موټر، څه اندازه چاودېدنکي توکي او همدارنګه ۱ میل کلاشینکوف وسله ترلاسه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې دکابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې غیري مسئول وسلهوالو لیدل شوي او د دغه سیمو د اوسېدونکو اندېښنې یې را پورته کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)