د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې کمېسیون د همغږۍ غونډه پرون (چهارشنبه، ۲۶وږي) د دې وزارت د سیاسي معین میرویس ناب په مشرۍ او د ایران سفیر بهادر امینیان او کابل کې د ترکمنستان سفیر آویزوف خواجه صفر کیدویچ په ګډون، په همدې وزارت کې تر سره شوه.
د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزارت معین په دې غونډه کې ، د اقتصادي درې اړخیزې همکارۍ دغه کمېسیون جوړول د دې دریو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګریزې او له ارزښته ډک سیمه ییز پیوستون لپاره اړین یاد کړی.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان غواړي د دې دریو او نورو ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي او کلتوري برخو کې اړیکې پراخې کړي.
د ایران او ترکمنستان هېوادونو هم د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ځواکمنتیا او پراختیا لپاره د یاد کمېسیون د کار پېلېدو په اړه خپل اندونه، کړنلارې او وړاندیزونه وړاندې کړل