دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 219054
د افغانستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د درې اړخیزې اقتصادي همکارۍ کمېسیون جوړیږي
د هېواد بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان، ایران او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د اقتصادي درې اړخیزې همکارۍ کمېسیون جوړيږي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې کمېسیون د همغږۍ غونډه پرون (چهارشنبه، ۲۶وږي) د دې وزارت د سیاسي معین میرویس ناب په مشرۍ او د ایران سفیر بهادر امینیان او کابل کې د ترکمنستان سفیر آویزوف خواجه صفر کیدویچ په ګډون، په همدې وزارت کې تر سره شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزارت معین په دې غونډه کې ، د اقتصادي درې اړخیزې همکارۍ دغه کمېسیون جوړول د دې دریو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګریزې او له ارزښته ډک سیمه ییز پیوستون لپاره اړین یاد کړی.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان غواړي د دې دریو او نورو ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي او کلتوري برخو کې اړیکې پراخې کړي.
د ایران او ترکمنستان هېوادونو هم د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ځواکمنتیا او پراختیا لپاره د یاد کمېسیون د کار پېلېدو په اړه خپل اندونه، کړنلارې او وړاندیزونه وړاندې کړل
https://avapress.com/vdcgny9xtak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته