د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۷ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ تنه په کرونا اخته شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1399 ساعت 14:08
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۷ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۸ زره ۸۷۲ کسانو ته ورسېد.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله څوک نه دي مړه شوي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۲ تنه روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۵۰۵ تنو ته ورسېد.
د مطلب کود: 219076