دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۹
د مطلب کود : 219110
عبدالله: د سولې خبرې به سختې وي، خو لاسته راوړنې ساتل کېږي
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله قطر کې پر سوله د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیچلې بولي وايي داسې مسایل به رامخته شي چې مرکچي پلاوی به سختې پرېکړې وکړي. ښاغلی عبدالله وایي، ډاډه دی چې د وګړو حقونه، د ښځو حقونه، د بشر حقونه، ازادۍ او عدالت به وساتل شي. دی زیاتوي:« نه وایم چې دغه خبرې به ډېرې ساده وي. دغه خبرې به ډېرې سختې وي. له ډېرو داسې موضوعاتو سره به مخ شو چې، موږ به له سختو پریکړو کولو سره مخ کړي؛ خو په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د افغان دولت او سیاستوالو ملاتړ له ځانه سره لري.»

د افغان حکومت او د طالبانو مرکچي پلاوي د شنبې ورځې ـ د وږي ۲۲ ـ تر اوسه دوح کې دي او د سولې  خبرو رسمي پیل په تړاو سره ناندرې کوي.
خو اوربند، د اقلیتونو حقونه، د بیان او رسنیو ازادي، د ښځو حقونه او نورې لاسته راوړنې هغه موضوعات دي چې د ځینو سرچینو په حواله قطر کې به د سولې خبرو پرمهال پرې بحث وشي.
په همدې حال کې ځيني سیاستوال او پخواني جهادي مشران په دې باور دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري د اوربند ټینګښت وړاندیز او د طالبانو له لوري د نظام د بدلون وړاندیز له هغو موضوعګانو شمېرل کیږي چې، یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره به دغه خبرې ډېرې اوږدې کړي.
پخوانی جهادي مشر، محمد اسماعیل وايي:«د افغانستان حکومت حتمآ د اربند وړاندیز کوي او ښایې طالبان د موقتې ادارې، او دا به لومړۍ پوښتنې وي چې بندون رامنځته کوي.»
افغان حکومت هم د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې اوربند یو له مهمو لومړیتوبونو بولي.
بل لوري بهرنیو چارو وزارت ته نوماند محمد حنیف اتمر وایي، د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو کې د اوربند ټینګښت کابل لپاره اساسي ګام دی:«سولې ته د رسیدو لپاره موږ اوربند اساسي ګام بولو او سوله هغه مهال تضمین کېدی شي چې د خپلواکۍ او ځنکنۍ بشپړتیا متضمن وي.»
د ولسي جرګې غړی، عبدالرووف انعامي څرګندوي:«هر ډول اختلاف کې اوربند د باور جوړونې لپاره مهم دی او د جګړې دوام به د دواړو لوریو ترمنځ د عقدو لامل شي.»
خو بیا هم د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاډ ورکوي چې، د افغانستان اسلامي جمهوریت ټولې تېرې لاسته راوړنې به خوندي وساتي:«د هېوادوالو د حقوقو په ګډون، د ښځو حقوق، بشري حقوق، د قربانیانو او لږکیو حقوق، عدالت او آزادي چې په ډېرو قربانیو سره ترلاسه شوي، په دې خبرو کې به خوندي وساتل شي.»
دا پنځمه ورځ ده چې په قطر کې د دواړو لورو پلاوي د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره د طرزالعمل او تګلارو پر وروستي کولو بوخت دي، او دا هغه خبرې دي چې، د افغانانو یوازنۍ هیله بلل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcjvhe8yuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته