کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ته د طالبانو د سرې قطعې مرستیال ووژل شو

29 سنبله 1399 ساعت 8:00

د کابل پولیس وايي چې د سروبي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې کابل ته د طالبانو د سرې قطعې مرستیال، عیرت الله چې په ملا سنګین مشهور وو او د یادې ډلې یو قومندان، صلاح الدین صادق وژل شوي دي.
د پولیسو په خبره دغه عملیات پنجشنبې(د وږي په ۲۷مه نېټه) وشول، چې پایله کې یې له ۱۰ ډېر طالب وسله وال ټپیان شول.



دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي دوحه کې د سولې خبرو لپاره پر هڅو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د قطر د دفتر ویاند، محمد نعیم له طلوع نیوز سره خبرو کې وویل چې دغې ډلې د سولې د خبرو هڅو لپاره یې تاوتریخوالی کم کړی دی، خو افغان ځواکونو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د دې ترڅنګ دفاع وزارت وايي چې اوس مهال د هېواد پنځلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده.
افغان حکومت  اوربند او د تاوتریخوالیو کمښت اصلي موضوعات بولي، خو طالبان بیا وايي ترهغې چې د جګړې عوامل له منځه ولاړ نشي، اوربند نه کوي.
د هېواد څلورو ولایتونو کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو بریدونو پایله کې ۳۲ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
په همدې حال کې تېره ورځ د هېواد څلورو ولایتونو کې د ۳۲ سرتېرو له وژل کېدو راپور ورکړل شو.
د سیمه ییزو مسوولینو د مالوماتو له مخې ۲۰ سرتېري ننګرهار، ۶ هرات، ۳ ارزګان او ۳ هم په بادغیس ولایتونو کې ژوند له لاسه ورکړی. یادو ولایتونو کې ۲۵  تنه سرتېري ټپیان شوي هم دي.
ننګرهار کې د طالبانو برید کې ۲۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړي دي.
د والي ویاند، عطاالله خوګیانۍ وايي چې حصارک، خوګیاڼو او شېرزادو کې ۱۵ نور سرتېري ټپیان دي.
د دې ترڅنګ تېره شپه د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو له کبله د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
همداراز د هرات ولایت شنډنډ ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د طالبانو موټر بم برید کې ۶ سرتېرو ژوند بایللی دی، خو سیمه کې سرچینې څرګندوي چې د وژل شویو افغان سرتېرو شمر له لسو هم زیات دی.
د هرات والي، سید وحید قتالي وايي چې ځوابي برید کې ۵۳ طالبان هم وژل شوي دي.
د بادغیس قادس ولسوالۍ کې هم د طالبانو بریدونو له کبله ۳ سرتېرو ژوند بایللي او ۸ نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 219111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219111/کابل-ته-د-طالبانو-سرې-قطعې-مرستیال-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com