کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد شمال کې د ښځو پر ژوند د جګړې بدې اغېزې

29 سنبله 1399 ساعت 8:02

د جګړو له کبله د بلخ ته د فاریاب کډوالې شوې مېرمنې چې کورنه یې وران شوي، د کورنۍ غړي یې وژل شوي او په سختې بې وزلۍ کې ژوند کوي، د سولې تمه لري.
دغه مېرمنې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره مزارشریف ښار کې توکي خرڅوي، دوی دوحه کې له مرکچي پلاوي غوښتنه کوي چې هېواد کې د سولې لپاره هڅې وکړي.
منیره د دغو ښځو له ډلې یوه ده، هغه ښار کې توکي خرڅوي:«جګړه کې مې د کورنۍ اته غړي له لاسه ورکړي دي.»



هغه زیاتوي:«څو کالار مې راوړي دلته یې پلورم، څو یو شل افغانۍ پیدا کړو، صغیران ماشومان مې دي ورته ډوډۍ وړم.»
د منیرې ترڅنګ ډېرې نورې ښځې هم دي چې د ښځينه او د نارینه وو زاړه کالي پلوري، دوی هیله لري چې جګړه پایته ورسیږي او نور خلک له بې وزلۍ سره مخ نشي.
شمسیه څرګندوي:«یو زوی مې فاریاب کې ورک شوی دی، مړی او ژوندی یې نه دی مالوم، کار نشته، مجبوره یم دلته کالي وپلورم، جګړې زموږ ټول شته واخیستل.»
دغه مېرمنې وايي په سرکونو کې د کار پرمهال د ځینو نارینه وو لخوا زورول کیږي.
بلخ کې د ښځو د حقونو فعاله، شازیه حقجو:«هم دولت او هم اړوند بنسټونه دنده لري چې د دغو ښځو د ژوند ښه والي لپاره کار وکړي.»
په همدې حال کې د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست بیا دولتي بنسټونو کې ښځو ته د کار د زمینې برابرولو وايي:«موږ هڅه کوو چې د سرک پر سر د کارګرو ماشومانو لپاره پروګرام لرو، د ښځو لپاره یې هم ولرو.»
که څه هم چې د طالبانو له رژیمه وروسته هېواد کې په دولتي ادارو کې ښځې ګمارل شوې دي، خو لا هم ډېرې نورې د کار او روزنې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.


د مطلب کود: 219112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219112/د-هېواد-شمال-کې-ښځو-پر-ژوند-جګړې-بدې-اغېزې

آوا
  https://www.avapress.com