دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 219118
ننګرهار کې به سږکال د زیتونو حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات وي
د ننګرهار د کانال مسولین وایي، تمه لري چې سږکال به د دې ولایت د زیتونو له باغونو څخه د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیاته حاصلات په لاس راوړي. د کانال ریاست مرستیال شریفي الله فضلي وایي، تیر کال یې د زیتونو له باغونو څخه سل ټنه حاصلات ترلاسه کړي و، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې د تیرکال په پرتله پنځه برابره زیات او پنځه سوه ټنه د زیتونو حاصلات به ولري. فضلي زیاتوي چې اوسمهال د دې ولایت په مختلفو برخو کې په ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بوټي کینول شوي او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل یې د زیتونو د تازه کرل شویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.

(( سږکال زمونږ تمه ده چې، د زیتونو له باغونو څخه به د تیرکال په پرتله درې برابره زیات حاصلات ترلاسه کړي، یعنې تیر کال سل ټنه و او سږکال به پنځه سوه ټنه اټکل شوی.)) دکانال مسولین وایي، د تیرو جګړو پرمهال د زیتونو باغونو هم زیان لیدلی چې د زیتونو شاوخوا ۸ سوه هکتاره ځمکه له منځه تللې. دکانال اړوند د دریم فارم مسول قیس الله وایي، هڅې یې پیل کړي چې د ولسي خلکو په مرسته د زیتونو په باغونو کې د ونو د قطع مخنیوی وکړي، چې په دې سره به په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. (( پخوا به د زیتونو ډیرې ونې خلکو په غلا پرې کولې، خو اوس مو له خلکو سره په همکارۍ د دغه ونو د قطع مخنیوی کړی.))  د زیتونو په باغونو کې بوخت بزګر وایي، ډیره کله یې د لازمو امکاناتو د نشتوالي له امله زیتون د حاصلاتو د راټولو پر مهال ضایع کیږي. (( کله چې زیتون په حاصل راځي نو مونږ سره لازم وسایل نه وي، چې له همدې امله زمونږ حاصلات ضایع کیږي.)) د کانال مسولین وایي، تیر کې یې په ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه کرل شوي وو، خو د جګړو پر مهال یې شاوخوا ۸ سوه هکتاره ځمکه تخریب شوې، چې د بیا رغیدو لپاره یې ځانګړي پلانونه په پام کې لري. 
https://avapress.com/vdchzwni623nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته