وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د غزني د استېناف محکمې دوه غړي د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې له موټره ښکته کړي او له ځانه سره یې بېولي دي.
طالبانو د غزني د استېناف محکمې دوه غړي تښتولي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سنبله 1399 ساعت 10:16
وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د غزني د استېناف محکمې دوه غړي د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې له موټره ښکته کړي او له ځانه سره یې بېولي دي.
د غزني د استېناف محکمې رئیس سکندر حیدري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، د یادې محکمې مرستیال اسدالله رحماني او د عامه دېوان قاضي شمس الحق شمس پرون ناوخته طالبانو تښتولي دي.
نوموړي ویلي، یاد کسان له غزني کابل ته پر لار وو چې د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې طالبانو نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، د یادو کسانو په تړاو تراوسه هیڅ معلومات نشته او په خبره یې د میدان وردګو ولایت له امنیتي چارواکو یې د طالبانو له منګلو د دغه کسان په را خوشي کولو کې مرسته غوښتې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه او په دې اړه څه نه دې ویلي..
د مطلب کود: 219121