د پکتيا والي محمد حليم فدايي نن شنبه سپټمبر۱۹(۲۹)پر خپل ټوېټر ليکلي چې ايوب غروال نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ګردېز ښار اړوند بلند منزلو سيمه کې داسې مهال تر وسله وال بريد لاندې راغلی، چې پوهنتون ته پر لارې و.
د نوموړي په وينا، هغه لومړی ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
والي محمد حليم فدايي د دې بريد د عاملينو د معلومولو او تعقيب په هکله د هڅو خبر ورکړی دی.
د پکتيا د ولايتي شورا رئيس عبدالمالک ځاځی وايي چې ايوب غروال د دغه ولايت په يوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي محصل و او نن يې له مونوګراف څخه د دفاع ورځ وه.
تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)