دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 219137
غني: د سولې مذاکراتو مطلوبې پایلې لپاره طالبان باید اوربند ومني
ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمېدو په هدف یو ځل بیا له وسله والو طالبانو څخه او اوربند منلو غوښتنه کړې ده.
نن شنبه سپټمبر۱۹(وږې۲۹) له ارګ څخه د پکتیا د ولایتي شورا د مرستیال ایوب غروال د ترور د خواشینۍ په اړه خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د اوربند په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني.
په اعلامیه کې ویل شوي:"جمهور رئیس د هیوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او تروریستي بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني."
ولسمشر غني پر داسې مهال یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو د اوربند ټينګولو غږ کړی چې تیره اونۍ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.
په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د اوربند مسئله هم د یادو ټېمونو له مهمو وبحثونو څخه ده.
تر دا مهاله د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت او طالبانو ترمنځ درې ځله دواړو لورو د لنډ مهال لپاره اوربند کړی دی.
دا په داسې حال ده چې د افغان چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د سولې خبرو پیلېدو سره هم مهاله په هیواد کې جګړو زور اخیستی دی.
بلخوا تیره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم په افغانستان کې د افراطي ډلو لخوا د بریدونو د تر سره کېدو خبر داری ورکړی دی.
یاد سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پر یو شمېر ښځینه حکومتي ‌کارکوونکو، ولسي خلکو، په ښوونکو، د بشري حقونو په فعالانو او نورو حکومتي مامورینو د بریدونو خطر زیات دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip3aryt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته