دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 219141
امریکا: طالبان کلک او هوښیار خلک دي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، طالبان کلک او هوښیار خلک دي او متحد ایالتونه له دې افغان وسله والې ډلې سره ښه معامله کوي.
ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته په واشنګتن کې دا خبره هم وکړه چې نولس کاله د افغانستان د جګړې وشول، طالبان هم له دې جګړې ستړې شوي دي.
د امریکا متحد ایالتونو له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبروري په نهه ویشتمه د سولې تړون لاسلیک کړ.
که چېرته طالبان د دې تړون له مخې خپلې ژمنې پرځای کړي ټول امریکایي ځواکونه به د راتلونکي میلادي کال د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdon0xfyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته