کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ماليې وزارت: ملي بودیجه کې تعدیلات د عوایدو د کمښت لامل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سنبله 1399 ساعت 12:36

دافغانستان ماليې وزارت وايي، د روان مالي کال له پیل سره د ملي عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دغه وزارت دې هدف ته ونه رسېد.


د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، په ملي بودیجې کې تعدیلات د دې لامل شوه چې ملي عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف راکم شي چې اوس مهال د عوایدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ دی هدف ټاکل شوی دی.
ښاغلی مسجدي وايي، مالیې وزارت تر اوسه پورې ۱۱۵ میلیارده افغاني عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دا وخت ۱۳۳ میلیارده افغاني عواید راټول شوي وو چې په خبره یې شاوخوا ۱۸ میلیارده کموالی ښیي.
نوموړی تمه ښي چې د مالي کال تر پایه د ملي عوایدو په راټولېدو کې د لوړوالی راشي.


د مطلب کود: 219143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219143/ماليې-وزارت-ملي-بودیجه-کې-تعدیلات-د-عوایدو-کمښت-لامل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com