د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، په ملي بودیجې کې تعدیلات د دې لامل شوه چې ملي عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف راکم شي چې اوس مهال د عوایدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ دی هدف ټاکل شوی دی.
ښاغلی مسجدي وايي، مالیې وزارت تر اوسه پورې ۱۱۵ میلیارده افغاني عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دا وخت ۱۳۳ میلیارده افغاني عواید راټول شوي وو چې په خبره یې شاوخوا ۱۸ میلیارده کموالی ښیي.
نوموړی تمه ښي چې د مالي کال تر پایه د ملي عوایدو په راټولېدو کې د لوړوالی راشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)