دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 219154
اروپايي ټولنه: طالبان دې د جګړې پر ځای د سياسي عمل وړتیا وښيي
اروپايي ټولنه وايي، طالبان بايد د سیاسي عمل وړتیا وښيي، نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا پر خپل ټوېټر ليکلي:
د خبرو اترو د نوي فصل په پيلېدو سره، دا د تل لپاره سوداګري نه شي کېدای، طالبان بايد د سياسي عمل وړتيا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.
نوموړي د ملګرو ملتونو هغو شمېرو ته اشاره کړې چې له مخې يې د تېرو پنځو اوونیو تاوتريخوالی په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ډېر وو.
نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې تاوتريخوالی پای ته ورسوي.
اروپايي ټولنې داسې مهال له طالبانو د تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې چې طالبانو ويلي، تر هغې چې په افغانستان کې د دوی په باور د جګړې عوامل شتون ولري، جګړه به دوام کوي، خو د دغه ډلې د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم ويلي، دوی تاوتریخوالی کم کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmwnik23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته