کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لیس بوس ټاپو اکثریت مهاجرین موقتي سرپناو کې ځای پر ځای شول

د صدای افغان خبری آژانس , 29 سنبله 1399 ساعت 18:04

د یونان د مهاجرت وزارت ویلي د لیس بوس په ټاپو کې د موریا کمپ اکثریت پناغوښتونکي موقتي کمپونو ته لیږدول شوي.



دا مهاجرین او پنا غوښتونکي چې شمیر یې د ۹۰۰۰ او ۱۲۷۰۰ تر منځ دی تیره اوونۍ هغه وخت بې کوره شول چې د موریا په کمپ کې اور ولګیده او په کمپ کې د مهاجرینو خیمې او سرپناوې وسوځیدې.
د کمپ د سوځیدو نه وروسته دا مهاجرین او پنا غوښتونکي په سړکونو کې ویده کیدل.
یو شمیر مهاجرین په قصدي توګه نویو جوړو شویو کمپونو ته ندي تللي ځکه هغوي ویره لري چې ښایي پدې کمپونو کې به بند پاتې شي خو د مهاجرینو وزارت وایي پولیسو پدې برخې کې همکاري کړې او مهاجرینو ته خبرداری ورکړل شوی چې د مقاومت په صورت کې به یې د پنا اخیستو غوښتنې رد شي.
د موریا په کمپ کې د اور اچونې په تور شپږ افغانان نیول شوي.
دا اور وروسته تر هغه ولګیده چې په کمپ کې تقریباً ۳۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شول او چارواکو کمپ قرنطین کړ.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې یونان ته خبرداری ورکړی چې دا نوی کمپ باید موقتي وي او د زیاتې مودې لپاره د مهاجرینو ساتل پکې مناسب ندي.
 


د مطلب کود: 219174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219174/د-لیس-بوس-ټاپو-اکثریت-مهاجرین-موقتي-سرپناو-کې-ځای-پر-شول

آوا
  https://www.avapress.com