کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسدالله سعادتي: د سولې لپاره طلایي فرصت رامنځته شوی

29 سنبله 1399 ساعت 18:08

د ملي مصالحې عالي شورا سياسي مرستيال اسدالله سعادتي وايي، اوس‌مهال سولې ته د رسېدو لپاره يو طلايي فرصت رامنخ ته شوی، حکومت او طالبان نه‌بايد دغه فرصت له خطر سره مخ کړي. نوموړي د شنبې په ورځ په سپيدار ماڼۍ کې د «سولې پروسې او روانو بين‌الافغاني مذاکراتوپه هکله د افغانستان د مرکزي زون د ښځو او ځوانانو سپارښتنې» تر نامه لاندې په يوه غونډه کې وويل، دوی ژمن دي، څو د سولې په مذاکراتو د افغانانو له بنسټیزو حقوقو څخه دفاع وکړي. د سعادتي په خبره، له يوې‌خوا د جګړې پای ته رسېدو ته هيله‌مند دي، خو له‌بلې خوا دې ته اندېښمن دي چې د سولې د ټنګښت قيمت به څه وي.



دی ټينګار کوي، سولې ته د رسېدو لپاره منطقي تعامل ته چمتو دي، خو د دې تعامل په پايله کې به هېڅ کله د افغانانو د حقوقو پر سر معامله ونه‌شي. سعادتي وويل: «د سولې لپاره يو طلايي فرصت رامنخ ته شوی او زه تمه لرم چې حکومت او طالبان نه‌بايد دغه فرصت له خطر سره مخ کړي، موږ له يوې‌خوا د جګړې پای ته رسېدو ته هيله‌مند يوو، خو له‌بلې خوا دې ته اندېښمن يوو چې د سولې د ټنګښت قيمت به څه وي؟.» په ورته وخت کې په دغه کنفرانس کې د کابل مرکزي زون استازي عدنان ساحل پر حکومت او طالبانو غږ کوي چې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې د ټنګښت په موخه دې اوربند وکړي. نوموړي زياته‌ کړه، که د سولې روان مذاکرات يوې پايلې ته ورسېږي، نو افغانستان به ډېر پرمختګ وکړي او شته ټولې ستونزې به هوارې شي. ساحل وويل: «زه د ولسي درېيم قوت او ځواک په توګه په مذاکراتو کې پر ښکېلو خواوو هم طالبانو او هم پر حکومت غږ کوم چې د څلوېښت کلنې جګړې او غمیزې د پای ته رسېدو په هدف دې پر اوربند هوکړه وکړي.» بل لور ته د کاپیسا ولايت استازې سارا سيرت بيا وويل، د بين‌الافغاني مذاکراتو له پيلېدو ملاتړ کوي او د حکومت مرکچي پلاوی بايد په دغو مذاکراتو له ټولو شته او ترلاسه شويو ارزښتونو څخه دفاع وکړي. نوموړې زياته کړه، د حکومت مرکچي پلاوي په جوړښت کې بايد ۳۰سلنه ښځې وي او حکومت بايد د ښځو کډون ته زمينه برابره کړي. دا ټينګار کوي، د سولې مذاکراتو له اجنډا څخه بايد ټول افغانان خبر وي او د سولې بحثونه نه‌بايد د تړل شويو دروازو ترشا وشي. سيرت وويل: «موږ د بين‌الافغاني مذاکراتو له پيلېدو څخه ملاتړ کوو او د حکومت مرکچي پلاوی بايد په دغو مذاکراتو له ټولو شته او ترلاسه شويو ارزښتونو څخه دفاع وکړي. د حکومت مرکچي پلاوي په جوړښت کې بايد ۳۰سلنه ښځې وي او حکومت بايد د ښځو کډون ته زمينه برابره کړي.» دا په داسې حال کې ده چې د حکومت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ له مقدماتي ناستې څه د پاسه يوه اوونۍ تېرېږي، خو لاهم د دواړو خوا ترمنځ مخامخ رسمي خبرې نه‌دي پيل شوي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وایي، د دواړو خواوو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي. 


د مطلب کود: 219176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219176/اسدالله-سعادتي-د-سولې-لپاره-طلایي-فرصت-رامنځته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com