کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بین افغاني خبرو له پیلیدو راهیسې ۶۰ امنیتي سرتیري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 29 سنبله 1399 ساعت 19:09

امنیتي سرچینې وایي قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو راهیسې ۶۰ تنه افغان امنیتي سرتیري د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.



په دې موده کې چې یوه اونۍ کيږي، ۷۵ نور سرتیري په دغو پيښو کې ټپيان شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي چې د بین الافغاني خبرو له پیلیدو وروسته د افغانستان ۱۴ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.
سرچینې وایي په دغو نښتو کې نږدې ۲۰۰ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
همدا تیره شپه طالبانو د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و.
همداشان نن د پکتیکا ولایت د امنیت امر د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ووژل شو.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي، رولاند کوبیا هم افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د اندیښنې وړ بللې ده.
رولاند کوبیا ویلي: "د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، افغانستان کې د تیرو پنځو اونیو د تاوتریخوالي کچه په تیرو پنځو کلونو کې بې سارې وه. طالبان باید د خبرو اترو پيلیدو سره د سیاسي فعالیتونو وړتیا وښيي، نه دا چې د جګړې اور ته لمن ووهي."
د همدې ترڅنګ، د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم هیواد کې روان امنیتي حالت باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي ډیریدل، د سولې خبرې زیانمنوي.
یو شمیر سیاسي کارپوهان وایي د سولې خبرو سره د جګړې زیاتول، د خبرو میز کې د زیاتو امتیازونو ترلاسه کولو لپاره یو تکتیک دی.
 


د مطلب کود: 219182

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219182/د-بین-افغاني-خبرو-له-پیلیدو-راهیسې-۶۰-امنیتي-سرتیري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com