دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 219203
پکتیکا کې د واده پر مراسمو چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړي
د پکتيکا پوليس وايي، د دغه ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د کوچیانو د واده په مراسمو د سړک غاړ په ماين چاودنه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د پکتيکا د پوليسو وياند شاه محمد آرين نن یکشنبه سپټمبر ۲۰(وږې۳۰) امريکا غږ ته وويل چې ياده چاودنه پرون مازديګر مهال د جاني خېل ولسوالۍ ښارګوټي ته نږدې د کوچيانو پر هغه تراکتور شوې ده چې ناوې يې په کې انتقالوله.
آرين ونه ويل چې په چاودنه کې ناوې هم ټپي شوې که څنګه، مګر زياته يې کړه چې د پېښې زياتره قربانيان ښځې او ماشومان دي.
په ورته وخت کې د پکتيکا د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر اسدالله رسولي امريکاغږ ته وويل چې د پېښې له ځايه د خيرکوټ ولسوالۍ روغتون ته ۱۹ تنه ټپيان وروړل شوي چې د اوو کسانو حالت نازک و او دا مهال د ښرنې په ولايتي ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د ډاکټر اسدالله رسولي په وينا، په ټپيانو کې ۸ ماشومان، ۵ ښځې او ۶ تنه سړي دي.
تر دا مهاله د دې بمي چاودنې مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي، خو د پوليسو وياند شاه محمد آرين يې پړه پر طالبانو واچوله.
https://avapress.com/vdccxoqi12bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته