په فراه کې یوې نجلۍ د جبري واده په اعتراض کې ځان وژلی دی.
فراه چارواکي: یوې نجلۍ د جبري واده په اعتراض ځان وژلی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1399 ساعت 12:08
په فراه کې یوې نجلۍ د جبري واده په اعتراض کې ځان وژلی دی.
د فراه ولایت د چارواکو په وینا، دا پېښه تېره شپه د فراه ښار په چهارباغ سیمه کې شوې ده.
د فراه د والي ویندوی محب الله محب وايي چې نجلۍ د جبري واده په خاطر ځان زیندۍ کړی او پولیس هڅه کوي چې هغه کس ونیسي چې نجلۍ یې ځان وژلو ته مجبوره کړې ده.
د مطلب کود: 219222