دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 219226
دفاع وزارت: تیرو شپږو میاشتو کې۴۷۷۶ ماینونه خنثی شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تیرو شپږو میاشتو کې د وسله والو طالبانو لخوا ښخ شوي ۴۷۷۶ ماینونه کشف او خنثی کړي دي.
دفاع وزارت نن یکشنبه سپټمبر ۲۰(وږې۳۰) ویلي چې یاد ماینونه د هېواد د یو شمیر ولایتونو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي و چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.
بیان زیاتوي چې د یادو ماینونو په خنثی کولو سره یې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی دی.
دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د ۱۳۹۹ کال په شپږو میاشتو کې د ۴۷۷۶ ماینونو په کشف او شنډولو سره مو د زرګونو بېګناه هېوادوالو ژوند ژغورل شوی او د سلګونه کیلو مټره لارو, پلونو او پلچکونو د زیان او ویجاړۍ مخه نیول شوې ده."
یاد وزارت ویلي چې طالبانو د چاودیدونکو توکو او ماینونو له امله د ملکي وګړو سربیره، په یو شمیر ولایتونو کې، عمومي لارې، څلور لارې او د هېواد زیربناوې «سختې» زیانمنې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ډیر کله د سړک غاړې ماین چاودونو له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي.
تیره ورځ په پکتیکا ولایت کې د سړک غاړې دوو ماین چاودنو له امله د یاد ولایت د امنیت امر محمد اصف ووژل شوو او په بله چاودنه کې چې د کوچیانو د واده پر مراسمو شوې شل تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم تر دې مخکې د سړک غاړې ماین چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
یاد کمېسیون په یوه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتي و چې د ړندو مانیونو له ښخولو څخه ډډه وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiwni-23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته