دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 219241
د کرونا پېښو کې زياتوالی؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۲۵ کسان چې تر ټولو ډېر ۶۴ په فراه او ۲۰ په دايکندي ولايت کې دي، په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره او ۴۴ کسانو ته ورسېد.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله څلور کسان مړه شوي او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۴۱ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېرته رغېدو کوم مورد نه دی ثبت شوی.
دا له څو مودې وروسته لومړی ځل دی چې افغانستان کې د کرونا دومره ډېرې مثبتې پېښې ثبتېږي.
اوس مهال افغانستان کې د کرونا پنځه زره او ۲۷ فعالې پېښې موجودې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د هوا په سړېدو سره د کرونا د دويمې څپې د راتلو وېره شته.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceeo8wzjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته