دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 219259
په میدان وردګ کې ځانمرګي برید ۱۷ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي اردو د موترو کاروان ته نږدې ځانمرګي برید د ملي اردو اته منسوبین وژلي او نهه نور ژوبل دي.

ملي دفاع وزارت وايي، دا برید نن له غرمې وروسته د  یوه ځانمرګي بریدګر لخوا د سید آباد ولسوالۍ د جغتو  په دوه لاري کې د ملي اردو د موترو کاروان ته نږدې شوی دی.
په دې برید کې له چاودېدونکیو توکو ډکه لارۍ کارول شوې ده.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې په دې برید کې اته څلویښت دولتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې او اووه ټانګونه یې هم ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د قطر په دوحه کې د خپلمنځي خبرو له پیلیدو سره سم د ښکېلو خواو لخوا د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdkn0xnyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته