کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې ځانمرګي برید ۱۷ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس , 30 سنبله 1399 ساعت 18:46

د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي اردو د موترو کاروان ته نږدې ځانمرګي برید د ملي اردو اته منسوبین وژلي او نهه نور ژوبل دي.



ملي دفاع وزارت وايي، دا برید نن له غرمې وروسته د  یوه ځانمرګي بریدګر لخوا د سید آباد ولسوالۍ د جغتو  په دوه لاري کې د ملي اردو د موترو کاروان ته نږدې شوی دی.
په دې برید کې له چاودېدونکیو توکو ډکه لارۍ کارول شوې ده.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې په دې برید کې اته څلویښت دولتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې او اووه ټانګونه یې هم ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د قطر په دوحه کې د خپلمنځي خبرو له پیلیدو سره سم د ښکېلو خواو لخوا د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده
 


د مطلب کود: 219259

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219259/په-میدان-وردګ-کې-ځانمرګي-برید-۱۷-سرتېرو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com