دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۳۶
د مطلب کود : 219261
ولسمشر غني په بامیان ولایت کې د حکومت د رهبرۍ ځانګړې امنیتي ناسته ترسره کړه
ولسمشر اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د بامیان ولایت د عمومي وضعیت د ارزولو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دوه یم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب او یو شمېر نور لوړپوړي امنیتي چارواکي د ولسمشر متلیا کړې ده.
ولسمشر اشرف غني او ورسره مل پلاوي ته په شهید مزاري هوایي ډګر کې د بامیان والي، ټولو سیمه ییزو مسوولینو او د ولایتي شورا غړیو هرکلی کړی دی.
وروسته د حکومت د رهبرۍ ځانګړې امنیتي ناسته، چې په کې د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي سکتور مسوولینو حضور درلود، جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او پر امنیتي پلانونو، عملیاتو، د دښمن د ګواښونو د دفع کولو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو پر شته ننګونو او وړتیاوو بحث او خبرې وشوې.
د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د ولسوالیو په سطحه یې د حکومتولۍ د پراختیا او د لازیاتو خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر اشرف غني پر امنیتي او دفاعي لومړیتوبونو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د خلکو ساتنې او د انکشافي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو انکشافي او اصلاحي برنامې دې پلې شي.
 نوموړي همدا راز د لویو لارو د امنیت پر خوندي کولو، د دښمن د اخاذیو پر مخنیوي او په امنیه قومندانیو کې د وړتیا او معیار پر بنسټ پر بدلونونو له ټینګار سره – سره څرګنده کړې: هغه امنیتي او دفاعي منسوبین دې تقدیر شي، چې په خپلو هڅو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcg3y9xqak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته