په کابل کې د چین سفیر تېره ورځ د پېښو سره د مبارزې وزیر غلامبهاولدین جیلاني سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې دغه هیواد کې په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو سره د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په ډېریو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله ډېری هیوادوال له مالي او ځاني زیانونو سره مخ شول.