دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 219270
چین له افغان سېلاب ځپلو سره د ۵ زره ټنه خوراکي توکو مرسته کوي
چین په فغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو سره د پنځه زره ټنو خوراکي توکو مرسته کوي چې ارزښت یې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ او اووه میلیونه ډالره کېږي.
په کابل کې د چین سفیر تېره ورځ د پېښو سره د مبارزې وزیر غلام‌بهاولدین جیلاني سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې دغه هیواد کې په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو سره د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په ډېریو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله ډېری هیوادوال له مالي او ځاني زیانونو سره مخ شول.
https://avapress.com/vdcguy9xzak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته