د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سنبله 1399 ساعت 11:39
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۱(وږې۳۱) پر خپل ټویټر لیکلي چې په وروستیو څو ورځو کې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی
هغه ویلي:"په تیرو څو ورځو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول ډیر شوی دی. دغه شدت د خپګان وړ دی ځکه د ګڼو ملکي خلکو په ګډون، د افغانانو ژوند اخلي."
نوموړي زیاته کړې، په داسې حال کې چې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي په وینا یې ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي.
د مطلب کود: 219273