دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 219274
نادري: د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی ټېم ویاند او غړی وايي، د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي.
نادر نادري د یکشنبې ورځ ناوخته سپټمبر۲۰(وږې۳) ویلي چې د سول مذاکراتو د کاري طرزالعمل د ختلافي موادردو د حل په برخه کې پرمختګ شوی دی.
ښاغلي نادري پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکره کوونکو ټېمونو پرون یکشنبه په ګډه کاري کمېټه کې پر یاد کاري طرزالعمل باندې بحثونه وکړل.
 
د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې د دواړو لورو د تماس ډلو ترمنځ ناسته کې د راتلونکو غونډو د کاري اصولو په اړه بحثونه وشول.
نوموړي هیله ښودلې چې د پاتې ټکو په اړه هم ګډ تفاهم رامنځته او نورې ناستې هم تره سره شي.
تر دا مهاله د دواړو لورو تماس ډلو د سولې مذاکراتو د کاري طرزالعمل په اړه څو ځله خپلمنځي غونډې کړي دي.
په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه بین الافغاني خبرې د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو، امنیت شورا، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان او ګڼو هیوادونو یې هر کلی وکړ.
د دغو خبرو هدف په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته د لارې موندل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0onuy49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته