دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 219276
تخار کې نښته؛ ۹ افغان سرتېرو ژوند بایللی
تخار ولایت کې له طالبانو سره نښته کې شپږ د پوځ سرتېرو او درېیو پولیسو سرتېرو ژوند بایللی دی.
یوه سرچینه نن(دوشنبې د وږي په ۳۱مه نېټه) وايي چې نښته کې څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
د سرچینې په حواله نښته تېره شپه هغه مهال د دشت کلا ولسوالۍ په نواباد کلي کې پیل شوه چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
سرچینه وايي:«نښتې یو ساعت دوام وکړ او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.»
سیمه ییزو مسوولینو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې له هڅو سره سره هېواد کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.
همداراز د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې تېرو څو ورځو کې افغانستان کې تاوتریخوالی په روښانه توګه زیات شوی دی.
خلیلزاد زیاته کړې د تاوتریخوالي زیاتوالی خواشینونکی دی او د هغه په خبره چې نښتو کې افغانان او ډېر شمېر ملکي کسان وژل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmoqie2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته