د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي د کابل په ځینو ولسوالیو کې یې د وروستیو ناامنیو په وړاندې د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ کړی دی.
مسعود اندرابي: د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سنبله 1399 ساعت 11:53
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي د کابل په ځینو ولسوالیو کې یې د وروستیو ناامنیو په وړاندې د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ کړی دی.
مسعود اندرابي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د کابل په ګڼ مېشتي ښار کې د امنیتي زېربناوو کمښت ناامنۍ زیاتې کړي، خو د ده په خبره پولیس د وضعیت په کنټرول برلاسي دي.
هغه زیاته کړه: "د امنیت د ټینګښت لپاره کومې تمې چې کېږي یوې قوي زېربنا ته اړتیا لري، له دې سره سره هم د هغو پروګرامونو په مټ چې په کورنیو چارو وزارت او د کابل د پولیسو لهخوا نیول شوي موږ د تېرو کلونو په نسبت په کابل کې د جرمونو کچه ډېره په لوړه نهګورو."
ښاغلی اندرابي د ادرسونو د یوه منظم سیستم نشتوالی او په دودیزه توګه د سندونو پروسس د قوي زېربناو بېلګې یادوي.
په دې وروستیو کې د کابل اوسېدونکو د مقناطیسي چاودنو، هدفي وژنو او وسلهوالو غلاوو په اړه ډېر شکایتونه کړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر او نوماند ښاغلی اندرابي بیا وايي چې هدفي وژنې د طالبانو د امتیاز غوښتنې له پروګرامونو دي.
هغه ادعا چې طالبانو رد کړې.
د مطلب کود: 219277