دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 219280
تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې۳۰ تنه کرونا نیولي، درې نور مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او درې تنه مړه شوي دي.
روغتیا وزارت نن دوشنبه سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۰ یې مثبت ثابت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۰۷۴ ته ورسېد.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله درې تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۴۴ تنو ته پورته شوو.
تر دا مهاله په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه ۳۲۵۷۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا په چټکه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۶۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6wniv23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته