دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 219285
په بلخ کې پنځو امنیتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل، طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ د پلاس پوش په کلي کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړل. دی زیاتوي، په دغه برید کې د ملي امنیت پنځه سرتیري وژل شوي او درې نور طالبانو له ځان سره وړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ملي امنیت د یو قومندان پر کاروان موټر بم برید ترسره شو چې په پایله کې یې یو تن د ملي امنیت سرتیری ووژل شو او اته نور ټپیان شول
https://avapress.com/vdcc4oqip2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته