کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې پنځو امنیتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی

31 سنبله 1399 ساعت 13:15

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل، طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ د پلاس پوش په کلي کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړل. دی زیاتوي، په دغه برید کې د ملي امنیت پنځه سرتیري وژل شوي او درې نور طالبانو له ځان سره وړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ملي امنیت د یو قومندان پر کاروان موټر بم برید ترسره شو چې په پایله کې یې یو تن د ملي امنیت سرتیری ووژل شو او اته نور ټپیان شول



د مطلب کود: 219285

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219285/په-بلخ-کې-پنځو-امنیتي-سرتېرو-خپل-ژوند-له-لاسه-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com